اروپا بیا د بې کارۍ ضد مظاهرې وکړې

د خپريدو وخت: 11:33 گرینویچ - پنجشنبه 15 نومبر 2012 - 25 لړم 1391

په اروپا کې د بې کارۍ کچې د لوړېدو ، د لګښتونو د کمولو او د مالیو د ډېرېدو په تړاو اعتراضونه راپورته شو دي.

په اسپانیا، پرتګال ، یونان او ایټالیا کې د عمومي اعتراضونو غږ شوی.

د اروپایي ټولنې مشران وایي په ټولیزه توګه د اروپا په ۲۳ هېوادونو کې لاریونونه شوي، چې په هغو کې فرانسه او جرمني هم شامل دي.

د بي بي سي خبریال وایې په اسپانیا او ایټالیا کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب کې لسګونه کسان ژوبل شوي دي.

دغه راز په اسپانیا او پرتګال کې د دې لاریونونو له کبله عامه ترانسپورټ بند شوی، ښوونځي تړلي او سوداګریزې چاري هم ځنډېدلې دي.

دغلته ځینې الوتنې هم ځنډول شوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .