اوباما وايي د پټریاس قضیې څارګر بنسټ نه دی زیانمن کړی

د خپريدو وخت: 07:49 گرینویچ - پنجشنبه 15 نومبر 2012 - 25 لړم 1391

ولسمشر اوباما وایې دی داسې شواهد په لاس کې نه لري، چې ګواکي هغه رسوایي کې دې د امریکا ملي امنیت ته زیان رسېدلی وي چې په پایله کې یې د دغه هیواد د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې مشر جنرال دیوید پیټریاس استعفا وکړه.

ښاغلي اوباما وویل چې ددې پېښې په اړه پلټنه روانه ده او نه غواړي چې وارله مخه قضاوت وکړي:

''زه اوس داسې بېلګې نه لرم چې وښیي داسې پټ مالومات بربنډ شوي چې زموږ پر ملي امنیت دې منفي اغېز وکړي.

طبعاً په دې برخه کې څېړنه روانه ده. زه نه غواړم د څېړنې پر څرنګوالي او ځانګړتیاوو وغږېږم. په دې برخه کې د پلټنو فدرالي اداره ایف بي ای خپل شرایط او پروتوکول لري.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .