د ساو پاولو ښاروال په غلا تورن شو

د خپريدو وخت: 06:05 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

د برازيل د تر ټولو د لوى ښار ساو پاولو ښاروال محکمې له بيت المال نه د ميليونو نو ډالرو په غلا پړ بللى.

محکمې پاولو ملوف ته حکم کړى چې لس ميليون ډالر بېرته د ساو پاولو ښاروالۍ ته ورکړي. ښاغلى ملوف د برازيل د ملي شورا غړى او د دغه هيواد يو له ډېروشتمنو کسانو دى.

ښاغلي ملوف دا تورونه ردوي چې ګواکې پر ودانيزو پروژو يې ډېرې پيسې اخيستي او بيايي په جرسي کې خپل بانکي حساب ته ورلېږلې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .