اسراییلو د حماس د کابینې ودانۍ بمبار کړې

د خپريدو وخت: 12:03 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

د اسراییلو هوايي ځواک په غزې کې د حماس د مشر وزیر او د کابینې پر ودانۍ بمبارۍ کړې دي.

پر غزې د اسراییلو برید څلورمې ورځې ته غځېدلی دی.

اسراییل وايي د شپې له نمايي راهیسې تر اوسه پر فلسطين یو سل او اتیا هوايي بریدونه تر سره کړي دي.

دوی د خپلو بریدونو موخه د فلسطینیانو د توغندويي بریدونو په ځواب کې بولي چې بیت المقدس او تل ابیب هم یې په نښه کړي دي.

د چهارشنبې له ورځې راهیسې چې بمبارۍ پیل شوی تر دې دمه څلور دېرش فلسطینیان او درې اسراییلیان وژل شوي دي.

په همدې ترڅ کې د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس پر فلسطينيانو غږ وکړ چه د دۀ په وينا د اسراييلو د بريدونو پر وړاندې دې سره يو موټى شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .