مظاهره کوونکي د "اردني نظام ړنګېدل" غواړي

د خپريدو وخت: 08:05 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

په اردن کې د حکومت ضد احتجاجيان او د پاچا عبدالله پلويان سره په اخ و ډب کې کېوتي دي.

کړکېچ وروسته تر هغه راپورته شو، چې د حکومت له لوري د تېلو د سبسايډي يا د بسپنې د ختميدا پر ضد زرگونه کسان په پلازمېنې عمان کې لارو کوڅو ته را ووتل.

ځينو احتجاجيانو د پاچا عبدالله د واکمنۍ د پرځېدا غږونه هم پورته کړي وو، چې په اردن کې ډير لږ دا شان پېښېږي.

د تېلو د بسپنې له ختمېدو وروسته چې د روانې اوونۍ په لومړيو کې یې پرېکړه وشوه د غازو په بيه کې ٥٠ سلنه زياتوالى راغلى.

دا په داسې حال کې ده چې د ډيزلو او د خاورو تېلو بيې يو په دريمه لوړې شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .