ښي اړخی هندی سیاستوال ومړ

د خپريدو وخت: 17:39 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

د هندوانو توکمپال سیاستوال بال تکېرای په ممبی ښار کې د زړه درېدو له امله د ۸۶ کلونو په عمر مړ شوی دی.

ښاغلی تکېرای د ښي اړخي شیو سینا ګوند بنسټ اېښودونکی وو. هغه د خپلو توندو خبرو له امله مشهور وو.

پر تکېرای په ملي او نړیواله کچه نیوکې کېدې چې په ۱۹۹۳ کال کې یې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ کړکېچ ته لمن وهله.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .