محمد مرسي: ژر به د فلسطین او اسراییلو اوربند وشي

د خپريدو وخت: 05:59 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

د مصر ولسمشر محمد مرسي وايي، د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د اوربند ضمانت نه شي کولای، خو په وینا یې داسې نښې نښانې شته چې ژر به اوربند وشي. ښاغلي مرسي دغه څرګندوني په قاهرې کې د ترکیې له صدراعظم رجب طیب اردوغان سره په غزې کې د کړکېچ په اړه له خبرو وروسته وکړې. د قاهرې په پوهنتون کې د خبرو پرمهال ښاغلي اردغان وویل اسراییل به د هغو ماشومانو د وژلو ځواب ووايي، چې په غزه کې یې ووژل.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .