ملګري ملتونه د کانګو په اړه بېړنۍ غونډه کوي

د خپريدو وخت: 05:53 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کانګو په جمهوریت کې د کړکېچ د ډېرېدو په اړه بېړنۍ غونډه کوي.تردې وړاندې د ملګرو ملتونو جنګي څرخي الوتکو پر یاغیانو بریدونه وکړل. دا په داسې حال کې ده چې د کانګو جمهوریت د پوځ او ایم ۲۳ یاغي ډلې د وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده. د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه وايي، د ګوما ښار په شمال کې پر پوځي قطعو بریدونه شوي چې له امله یې ملکي خلک له سیمې وتلو ته اړ شوي دي. د دواړو خواوو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .