''خوشي شوو طالبانو پاسپورتونه نه دي اخیستي''

د خپريدو وخت: 10:58 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

د وسله والو طالبانو له لوري یوه خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې له پاکستانه راخوشي شوو طالب قومندنانو پاسپورتونه نه دي اخیستي.

طالبانو له ځینو هغو رسنیو جدي غوښتنه کړې ده- چې ویلي یې وو، راخوشي شوو بندیانو ته افغان حکومت پاسپورتونه ورکړي دي – چې له دا ډول راپورونو خپرولو ډډه وکړي.

طالبان وايي، چې خوشي شوو کسانو د پاسپورتونو د اخیستو هېڅ هڅه نه ده کړې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .