فرانسه خپل افغان پوځي ماموریت پای ته رسوي

د خپريدو وخت: 23:11 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

فرانسې د افغانستان له شمال ختیځ ولایت کاپیسا څخه د خپلو سرتېرو په ایستلو سره په دغه هېواد کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

تمه ده د دسمبر ترپایه به ټول دغه سرتېري له دې هېواده ووځي. دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پوځي ماموریت تر ختمېدو پورې دوه کاله وخت لا پآتې دی.

د فرانسې مشرانو دغه پرېکړه د هغو بریدونو وروسته وکړه چې په کي په افغانستان کې د دوی سرتېري ووژل شوه.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .