له ولسمشر کرزي نه د اعدام د سزا ختمولو غوښتنه

د خپريدو وخت: 12:46 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

د بشري حقونو دوو سترو ډلو پر ولسمشر حامد کرزي غږ کړی چې د بندیانو د اعدامولو لړۍ دې ودروي. چارواکو د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې اته تنه بندیان په دار ځړول شوي دي او راپورونه وايي چې د اتو تنو نورو د اعدام حکم هم ورکړل شوی دی. د بښنې نړیوال سازمان او بشري حقونو د څار ډلو پر ولسمشر کرزي غږ کړی چې د نورو اعدامونو مخه دې ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ تر راپرځېدو وروسته ډېر لږ د اعدام سزاوې پلي کېږي. د طالبانو یوه ویاند هم د وروستیو اعدامونو غندنه کړې او وايي چې بندیانو بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .