کوټه کې بمي چاودنې پنځه کسان وژلي

د خپريدو وخت: 11:15 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د یوې بمي چاودنې په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. په وژل شویو کسانو کې درې تنه پوځیان هم شامل دي. چاودلی بم په کور کې جوړ شوی او په موټر سایکل کې نصب شوی و.

د پاکستان د دولتي ټیلویزون په رپوټ کې ویل شوي، چې چاودنه د کوټې ښار په شهباز ټاون سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د چاودنې له ځایه یو بل بم هم تر لاسه شوی، چې وروسته شنډ کړل شو. داسې معلومیږي، چې د چاودنې هدف امنیتي ځواکونه وو. چاودنه د امنیتي ځواکونو ګاډي ته څېرمه شوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .