د ياسر عرفات جسد ازموينو په موخه، د هغه قبر سپړل کېږي

د خپريدو وخت: 19:22 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

د فلسطین د پخواني مشر یاسر عرفات جسد به د سه شنبې په ورځ د هغو شکونو لرې کولو په موخه راوسپړل شي چې وايي نوموړی مسموم شوی وو.

فلسطیني چارواکي وايي د فرانسې، سویس او روسیې طبي پوهان به د عرفات پر جسد خپلواکې آزموینې ترسره کړي او په همدې ورځ به بېرته په لوېدیځه غاړه کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلی عرفات په ۲۰۰۴ کال کې د فرانسې په یوه روغتون کې د نامعلوم لامل له امله مړ شو.

فلسطیني چارواکو پر اسراییلو تور لګولی چې یاسر عرفات یې مسموم کړی وو، خو اسراییلو دغه تورونه رد کړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .