مکسیکو تر ټولو ډېر مطلوب کس نیولی

د خپريدو وخت: 05:54 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391

مکسيکو د امريکا پلټنې ادارې (FBI) تر ټولو زيات غوښتل شوی شکمن جو لويس سائنز نيولی دی.

دی د امريکا وګړی دی، چې په وژنو، جنسي تېريو او نشه يي توکيو پر معاملو تورن دی، او په ګواډالاخار کې نيول شوی دی.

د ادعا له مخې سائنز په ۱۹۹۸ کال کې د زورکارونې سيالو ډلو دوه غړي په لاس انجلېس کې وژلي، او هم يې پر يوه پخوانۍ ملګرې جنسي تېری کړی او بيا يې وژلې ده.

اېف بي ای (FBI) د ده د نيولو په اړه معلوماتو بدل کې د سل زرو ډالرو ورکړط وړانديز کړی و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .