سودان بیا د وسلو فابریکه رغوي

د خپريدو وخت: 10:13 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391

سودان اعلان کړی د وسلو هغه فابریکه بیا له سره رغوي چې د اکتوبر په میاشتې کې په یوه هوايي برید کې ویجاړه شوې وه.

د سودان دولتي راډیو ویلي د جوړونې چارې وار دمخه پیل شوي دي.

سوداني چارواکي د تېرې میاشتې برید پړه پر اسراییلو وراچوي خو اسراییلو د دغو تورونو په وړاندې څه نه دي ویلي.

اسراییل تور لګوي چې سودان په افریقا او منځني ختیځ د ایراني وسلو لپاره یو مهم مرکز دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .