وسله والو د نایجریا په غدۍ تورن بندیان خوشي کړل

د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

نايجريايي پوليس وايي چې پلازمېني ابوجا ته نژدې وسله والو کسانو پر هغې امنيتي پوستې بريد کړى چې د سختو امنيتي تدابيرو لاندې وه او يو شمير بنديان يې له هغه ځايه خوشي کړي هم دي.

که څه هم په دغې ودانۍ کې د غلا غديو په تور نيول شوي کسان ساتل کيدل، خو د بوکو حرام د اسلام پالې ډلې سره تړلي کسان هم دغلته بنديان وو .

پوليس وايي پر زندان د بريد پر مهال شاوخوا ديرش بنديان تښتيدلي وو ، خو وايي ډير يې بيرته نيول شويدي .

دا رنگه په پيښه کې د دوو پوليسو د وژل کيدو پخلى هم شوى .

د يکشنبې پر ورځ د نايجريا پوځ د هغو غبرگو ځانمرگو بريدونو پړه پر همدغې ډلې اچولې وه چې د يوې پوځي اډې په دننه کې شوې وې .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .