مصري پولیسو پر احتجاج کوونکو اوښکې بهونکی ګاز کارولی

د خپريدو وخت: 12:34 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

د مصر په پلازمېنه قاهره کې پولیسو په تحریر ډګر کې پر راغوڼډ شویو کسانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دي.

لسگونو زره مصريانو تېره شپه قاهره کې د تحرير په ډگر کې تېره کړه چې د اسلامپالي ولسمشر محمد مرسي هغه فرمان ته خپله غوسه وښيي چې ځان ته يې په کې پراخ واکونه ورکړي دي. احتجاج کوونکي دتېرې ورځې په اوږدو کې ډگرته روان وو او بېل بېل لاريونونه يې وکړل. دوی د ولسمشر مرسي او اخوان المسلمين د غندلو شعارونه ورکول . د ولسمشر مرسي د ملاتړو لاریون له دې کبله لغو شوه چې د تاوتريخوالي مخه ونيول شي. د مصر په لرو بر کې د مرسي ضد احتجاجونه ترسره شول ښاغلي مرسي د دې ژمنې په کولوسره چې واکونه به يې محدود وي د کړکيچ د هوارولو هڅه کړې، خو احتجاج کوونکي په بشپړ ډول د فرمان د لغو کولو غوښته کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .