سوسن رایس د سناتورانو په قانع کولو کې پاتې راغلې

د خپريدو وخت: 06:45 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

په ملگرو ملتونو کې د امريکا د متحده ايالاتو استازې سوسن رايس په دې کې پاتې راغلې، چې له جمهوريت غوښتونکو سره دهغه څه پرسر لانجه پای ته ورسوي چې امريکايي ادارې سپټمبرکې لبيا کې د امريکا پر قونسلگرۍ د بريد دلامل په اړه پر څه خبره وه.

په دغه بريد کې د ليبیا لپاره دامريکا سفير او درې نور کسان ووژل شول.

مېرمن رايس سنا ته دا ومنله چې په دې اړه يې ناسم معلومات ورکړي چې ويلي یې وو، له يوه خپلسر احتجاجه وروسته بنغازي کې دغه بريد وشو، نه دا چې له مخکې يو پلان شوى ترهگریز بريد و.

وروسته بيا استخباراتي رپوټونو د مېرمن رايس له څرگندونو سره توپير درلود.

خو امريکايي سناتوران په دې قانع شوي نه دي او ويلي دي چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې مېرمن کلنټن د ممکنه ځاى ناستې په توگه به د مېرمن رايس د نوماندۍ مخه ډب کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .