مصر د نوي اساسي قانون مسوده تصویب کړه

د خپريدو وخت: 11:22 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

په مصر کې د اسلامپالو په مشرۍ اسمبلۍ ددې هېواد د نوي اساسي قانون مسوده تصویب کړه.

د جرګه ګۍ اوږده بحثونه د جمعې ورځې په لومړیو ساعتونو کې پای ته ورسېدل او د دوه سوه او څلوردېرش مادو په اړه یې رایه ورکړه.

دغه سند وړاندې تر هغه چې عامې رایې ګیرۍ ته وړاندې شي اوس باید د ولسمشر محمد مرسي له خوا تصدیق شي.

لیبرالانو او عیسویانو له اسمبلۍ سره شلون کړی دی او وايي دوی له پامه غورځول شوي دي.

ولسمشر مرسي ویلي کله چې خلک پر اساسي قانون سره سلا شي نو هغه نوي واکونه چې ده ځان ته ورکړي وبه ځنډول شي چې د پراخو لاریونونو لامل شول:

''دا فرمان د لنډې مودې لپاره دی چې د اساسي قانون جرګه ګۍ د نوي قانون مسوده بشپړه کړي. چې دا بیا په ټولپوښتنې کې د خلکو په تصمیم پورې تړلی ده.موضوع به وروسته وړو چارواکو ته راجع کیږي او د خلکو مشر به هغه وخت یواځې اجراییوي ځواک لري.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .