هاندوراس کې ډېر مخدره مواد نیول شوي

د خپريدو وخت: 18:00 گرینویچ - جمعه 30 نومبر 2012 - 10 لیندۍ 1391

د هاندوراس چارواکو په پراخه کچه مخدره مواد نیولي چې فکر کې کېږي د دې هېواد په تاریخ کې به د مخدره موادو تر ټولو ستره نیونه وي.

د دې هېواد په شمال کې په یوه بټ لابراتوار کې شاخوا ۵۰ ټنه نشه يي توکي او نور مصنوعي مواد موندل شوي دي.

د هاندوراس پوځ دغه راز د تونلونو یوه شبکه هم کشف کړې چې شمال ته د مخدره موادو تر لېږدونې مخکې هلته تړل یا بسته بندي کېدل.

هاندوراس امریکا ته د مخدره موادو د قاچاق یوه ستره ترانزیتي لار بلل کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .