" محمد مرسي ځان ته زیات واکونه ورکړي"

د خپريدو وخت: 07:24 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې نوي پيلې پر مصري ولسمشر محمد مرسي نیوکه کړي چې ځان ته یې زیات واکونه ورکړي دي.

هغې وویل دا واکونه له نړیوال قانون سره سمون نه لري او خبرداری یې ورکړ چې د تېرو رژیمونو تېروتنې دې نه تکراروي.

په ورته مهال زرګونو مصریانو قاهره کې د نوي اساسي قانون د طرحې خلاف لاریون وکړ چې ولسمشر ته زیات واکونه ورکوي.

د اساسي قانون دا طرحه د دغه هېواد پارلمان منلې چې اکثریت پکې اسلام پالي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .