د الوتکې نسکورېدو لسګونه کسان وژلي

د خپريدو وخت: 19:09 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

په کانګو برازاویلي کې چارواکي وايي، د پلازمېنې په هوايي ډګر کې یوه باروړونکې الوتکه د ناستې پر مهال نسکوره شوې او لږ تر لږه ۳۰ کسان په کې وژل شوي دي.

د یو شمېر رپوټونو له مخې هوايي ډګر ته نژدې لسګونو اوسېدونکو هم په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغې روسۍ الوتکې ټوټې یوې درې ته لوېدلي او د وژل شویو کسانو د پیدا کولو لپاره د پلټنې عملیات دوام لري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .