جاپان کې د ګاډو تونل نړېدلی

د خپريدو وخت: 09:08 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

جاپان کې د موټرو يو تونل پرېوتی چې يو شمېر موټر يې لاندې کړي دي. د ژغورنې کارکوونکي هڅه کوي هغه اووه کسان ومومي چې د ورکیدو راپور يې ورکړل شوی دی.

يوه ښځه وايي د کانکرېټ يوه لويه ټوټه د هغه موټر خواته پرېوته چې دا په کې ناسته وه. دا د پېښې له ځايه تښتېدلې، خو دا چې له دې سره په موټر کې په ناستو نورو کسانو څه شوي، خبره نه ده.

په پېښه کې يو بل ژوندی پاتې کس وايي خوندي ځای ته د رسېدو لپاره يې په سخت دود کې یو ساعت مزل کړی دی. د تونل د چت لوېدو لامل نه دی روښانه شوی. دغه تونل توکيو له مرکزي جاپان سره نښلوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .