واڼه: بې پیلوټه الوتکې برید کې یو بهرنی وژل شوی

د خپريدو وخت: 06:12 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

جنوبي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې یو کس وژل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي، چې دغه برید د شنبې په ورځ له واڼه بازار نه ۱۲ کیلومتره لېرې د ورمل په سیمه کې شوی.

برید کې بې پیلوټه الوتکې دوه توغندي وتوغول او یو کور او د هغه مخې ته موجود بهرنی کس یې په نښه کړل. چارواکي وايي په برید کې په نښه شوی بهرنی وژل شوی او کور ته هم زیان اوښتی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .