یوګندا کې د ایریتریا فوټبال لوبډله ورکه شوې

د خپريدو وخت: 05:28 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

د یوګانډا چارواکي وايي د ایریتریا د فوټبال یوه ملي لوبډله دغلته ورکه شوې ده.

په یوګانډا کې د فوټبال د فیدراسیون مشر ویلي ۱۴ لوبغاړي او د لوبډلې نور چارواکي له یکشنبې راهیسې نه دي لیدل شوي.

دغو لوبغاړو د فوټبال په سیمه ییزو سیالیو کې برخه اخیسته.

د ایریتریا د مخالفینو ویپاڼې ویلي د فوټبال لوبغاړو په یوکانډا کې سیاسي پناه اخیستې خو خبره تراوسه نه ده تایید شوې.

په وروستیو کلونو کې د ایریتریا د فوټبال لوبغاړو څو څلې په نورو هیوادونو کې پناهوې اخیستې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .