م.م له سوریې خپل کارکوونکي وباسي

د خپريدو وخت: 05:22 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

ملګري ملتونه له سوریې نه خپل غیرضروري کارکوونکي د مخ په زیاتېدونکي کړکېچ له امله وباسي.

د اوس لپاره به له پلازمېنې دمشقه بهر بشري ماموریتونه هم وځنډول شي.

د ملګرو ملتونو له ۱۰۰ کارکوونکو نه به ۲۵ یې په دې اوونۍ کې له سوریې ووځي.

اروپايي اتحادیه هم خپل دیپلوماتان او کارکوونکي له سوریې وباسي.

په سوریه کې ۲۰ میاشتې مخکې د کړکېچ له پیل راهیسې ملګرو ملتونه او نورې بهرنۍ ادارې د سوریې له سلګونو زرو خلکو سره بشري مرستې کوي.

ملګري ملتونه وايي په دې موده کې یې اته تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .