فلیپین کې توپان زرګونه خلک بې کوره کړي دي

د خپريدو وخت: 19:43 گرینویچ - سه شنبه 04 ډسمبر 2012 - 14 لیندۍ 1391

وروسته له هغه چې د فلیپین په شمال کې یو قوي توپان وشو ۴۰ زره کسانو خپل کورونه پریښي او امنو سیمو ته تللي دي.

د بوپا توپان د بریښنا د پرې کولو، د سیلاوونو د راوتلو او په ساعت کې د دوه سوه کیلومتره سرعت لرونکي تند باد د رامنځ ته کولو سبب شوی دی.

پروازونه لغوه شوي او د ونو د رالوېدو له امله د مرګ ژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .