مصر: د محمد مرسي د مخالفینو احتجاج دوام لري

د خپريدو وخت: 11:39 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

د مصر د ولسمشر محمد مرسي مخالفان وايي، دوی به قاهره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ بهر خپلو لاريونو ته دوام ورکړي. ځينو لاريون کوونکو د ماڼۍ د ديوال احاطې ته کېږدۍ وهلې دي.

د سې شنبې په ورځ لسګونه زره مظاهره کوونکي د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د نوي اساسي قانون د جنجالي مسوودې او د ولسمشر مرسي د هغه فرمان پر خلاف چې ځان ته يې په کې ډېر واکونه ورکړي، راغونډي شوي وو.

پوليسو د مظاهره کوونکو د خپرولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولی او د يوې ټیلويزيوني وينا په خپرولو سره یې ويلي چې ښاغلی مرسي د ولسمشرۍ له ماڼۍ نه وتلی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .