د مالي حکومت له یاغیانو سره خبرې کول ومنل

د خپريدو وخت: 12:57 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

د مالي حکومت له طواريق او اسلامپاله ياغيانو سره د هېواد د بيا متحد کېدو لپاره په خبرو کې د برخې اخېستو موافقه کړې ده.

د حکومتي چارواکو له غونډې وروسته، مخالفو ډول ژمنه وکړه چې د مالي ملي حاکميت ته درناوی لري او له ترهګرۍ سره يې مخالفت وکړ.

طواريق او اسلامپالو په مارچ کې د مالي له کودتا وروسته د هېواد د شمال پراخې سيمې لاندې کړې. په دې پېشنهادي خبرو کې هغه دوه وسله والې ډلې نه دي شاملې چې حکومت وايي د بهرنيو هېوادو له جنګياليو جوړې دي. د سيمې هېوادونو په وروستيو کې د مالي په شمال کې له ۳۰۰۰ د زياتو سرتېرو ځای پر ځای کولو پلان تصويب کړی، خو دوی به دا سرتېري هغه مهال استوي چې ملګري ملتونه يې پلان ومني.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .