د ۱۰۱ میلیونو ډالره ټکټ ورک دی

د خپريدو وخت: 16:36 گرینویچ - چارشنبه 05 ډسمبر 2012 - 15 لیندۍ 1391

برتانيا کې د لاټرۍ هغه ټکټ تر اوسه نه دی پيدا شوی چې ۱۰۱ ميليونه ډالره يې ګټلي دي.


د ټکټ د تاريخ تېرېدو وروستی وخت د ګرينوېچ په ګړۍ د شپې يوولس بجې دي.


که د دې لاټرۍ څښتن پيدا نه شي، نو دا به تر ټولو لويه جايزه وي چې څوک يې د ګټلو ادعا نه کوي.


ملي لاټري وايي تر دې وړاندې هم د میليونونو ډالرو په ارزښت ګټونکي ټکټونه لادرکه شوي، چې بيا په خځلو او يا هم د خوب د کټونو شاته موندل شوي دي.


که ګټونکی ټکټ پيدا نه شي، نو دا پېسې به د لاټرۍ له خيريه پيسو سره يو ځای کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .