د نویو مېنو په اړه فلسطیني مشرتابه خبرداری ورکړ

د خپريدو وخت: 06:55 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

فلسطيني مشران خبردارى ورکوي چې د اسراييلو له لوري بيت المقدس ته نژدې نيول شويو سيمو کې يهوديانو ته د مېشت ځايونو جوړول به د سولې د خبرو لپار وروستۍ هيلې هم له منځه يوسي.

ولسمشر محمود عباس دغه پلان يوه سره کرښه بللې او مشر فلسطيني مرکچي سيد ارکات ويلي دي چې دابه داسې گڼل کېږي چې اسراييلو پرېکړه کړې چې د سولې بهير ته دپاى ټکى کېږدي.

اسراييلو کې د چارشنبې په ورځ يهوديانوته د نويو مېشت ځايونو د جوړولو دغه پلان تصويب شو.

اروپا ته د خپل سفر په پيل کې د اسراييلو لومړي وزير بېنيامين نتانياهو ويلي حکومت يې له فسلطينيانو سره د دوه هېوادونو پرحل لارې خبرو ته ژمن دى.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .