د اداري فساد پر ضد د ځغاستې سیالي تر سره شوه

د خپريدو وخت: 08:04 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

د اداري فساد پر ضد د هرات لسګونو ځوانانو د ځغاستې سیالي ترسره کړه. دغه سیالي په پنځه کیلومتره واټن کی ترسره شوه او په پایله کې له لومړي نه تر دریم مقام ګټونکو ته ډالۍ هم ووېشل شوې.

دغه پروګرام د اداری فساد پر ضد د مبارزې افغان شبکې په نوښت په هممهاله توگه د افغانستان په شپږو ولایتونو کی ترسره شو.

د دغې سیالۍ ګډونوالو ویلي موخه یي د اداري فساد په وړاندې د کرکې څرګندول او پر ضد یې د مبارزې لپاره د خلکو هڅول دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .