دوه نورې جنګي ایرانۍ بېړۍ سوډان ته رسېدلي

د خپريدو وخت: 18:36 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

د ایران دوه نورې جنګي بېړۍ هم سوډان ته رسېدلې دي.

یوې جنګي او یوې چورلکې لېږدونکې بېړۍ د سوډان بندر کې لنګر اچولی.

دا دویم ځل دی چې د ایران جنګي بېړۍ سوډان ته ځي.

په تېر اکټوبر کې هم د ایران د سمندري ځواکونو دوه بېړۍ د سوډان بندر ته وروسته له هغه ورغلې وې چې سوډان اسراییل تورن کړی و چې په پلازمینه خرتوم کې یې د وسلو پر یوې کمپنۍ بمباري کړې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .