میرانشا کې بې پیلوټه الوتکې پر یوه کور برید کړی

د خپريدو وخت: 10:05 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

امریکايي ډرون د شمالي وزیرستان له مرکز میرانشا څخه ۱۴ کیلومتره لېرې تپايي نومي کلي کې یو کور په توغندیو وېشتلی، چې په پایله کې دوه بهرنیان وژل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، چې وژل شوي کسان عرب دي. د دوی په وینا د برید له امله د کور یوه برخه ویجاړه شوې.

ځايي چارواکي وايي تر اوسه معلومه نه ده، چې وژل شویو کسانو کې کوم مهم شخصیت شته او که نه. ځايي چارواکي وايي په نښه شوي کور ته له تېرو دوو کلونو راهیسې بهرنیانو تګ راتګ درلود.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .