کندهار: ماین چاودنې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 07:10 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې چارواکي وايي، سړک کې د ښخ شوي ماین چاودنې له امله لږ تر لږه دوه ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غورک ولسوال حاجي پاچا خان وویل، چې د ملکي خلکو سراچه ډوله ګاډی تېر ماښام د دې ولسوالۍ په بهرام سیمه کې پر ماین ختلی، چې د چاودنې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې.

ولسوال وايي، ګومان کوي، چې دغه ماین وسله والو طالبانو افغان او بهرنیو ځواکونه ته ځای پر ځای کړی و، چې د ملکی کسانو ګاډی پرې وخوت. خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .