قطر غونډه کې د کیوټو پروټوکول پر غځولو سلا شوې

د خپريدو وخت: 05:31 گرینویچ - 09 ډسمبر 2012 - 19 لیندۍ 1391

قطر کې د اقليم پر سر د ملګريو ملتونو غونډه کې نژدې ۲۰۰ هېوادونو پر دې سلا کړې چې د کيوټو پروټوکول تر ۲۰۲۰ کال پورې وغځوي.

ټاکل شوې وه د نړيوالې تودوخې پر وړاندې د مبارزې دغه يوازينی لازموونکی پلان د روان ۲۰۱۲ کال له پای سره سم پای ته ورسېږي. د مودې دغه غځونه يو لنډمهالی تدبير دی، او پر يوه نوي تړون له نورو خبرو اترو سره تړلی چې ټاکل شوې په ۲۰۲۰ کال کې پلی شي.

د دوحې خبرو کې پلاويو پر دې هم سلا وکړه چې شتمن هېوادونه بايد د هغه زيان په بدل کې چې د نړۍ اقليم ته يې رسولی بېوزليو هېوادونو ته د تاوان ورکولو لپاره اقدامات وکړي، خو دا چې څومره تاوان، د کچې يادونه یې نه ده شوې. ځينې پرمختيايي هېوادونو دا يو پرمختګ بللی، خو نورو بيا شوې ژمنې ډېرې ناڅرګندې بللې دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .