مخکنی لیبیايی صدراعظم طرابلس کې محاکمه کېږي

د خپريدو وخت: 04:16 گرینویچ - سه شنبه 11 ډسمبر 2012 - 21 لیندۍ 1391

د لیبیا پخوانی صدراعظم البغدادي المحمودي په پلازمېنه طرابلس کې محاکمه کېږي.

ښاغلی المحمودي او دوه نور کسان رسماً په هغو کړونو تورن شوي چې د خلکو د وژل کیدو سبب شوې. پر دوی دا تور هم لګول شوی چې د خلکو له پیسو نه یې په تونس کې شخصي بانکي حسابونو ته ۲۶ میلیونه ډالر ورکړي دي.

المحمودي چې په لیبیا کې د ډګروال قذافي د رژیم له نسکوریدو وروسته تونس ته لاړ څلور لوړ رتبه چارواکی دی چې په لیبیا کې محاکمه کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .