د هوګو چاویز درملنه پیل شوې

د خپريدو وخت: 05:54 گرینویچ - چارشنبه 12 ډسمبر 2012 - 22 لیندۍ 1391

د وینزويلا حکومت وايي چې په کيوبا کې جراحي داکټرانو د دغه هېواد د ولسمشر هوگو چاويز د درملنې لپاره عمليات پیل کړي.

ښاغلى هوگو چاويز چې تېر کال د ناروغۍ په بستر پريوت په سرطان ناروغۍ اخته دى او دايي څلورم عمليات دي چې تېروي يي.

د وینزويلا د اطلاعاتو وزير وويل چې ډاکټران د هغه د عملياتو پايلو ته هيله من دي او وايي چې د وینزيلا له خلکو يې غوښتي چې د خپل ولسمشر د روغتيا لپاره د دعا لاسونه پورته کړي.

پخپله ښاغلي چاويز ويلي که هغه ونه توانيږي چې له دې وروسته خپله دنده تر سره کړي نو واگې به خپل مرستيال نيکولاس مادورو ته وسپاري.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .