سوریه: حکومت مخالفان وايي یو پوځي مرکز یې نیولی

د خپريدو وخت: 05:32 گرینویچ - چارشنبه 12 ډسمبر 2012 - 22 لیندۍ 1391

سوريه کې حکومت مخالف یاغیان وايي چې د دغه هېواد په شمالي برخه کې يې يوه لویه پوځي اډه له دوې ورځنۍ نښتې وروسته په بشپړه توگه نيولې ده.

له حلب ښار نه بهر د شيخ سليمان په نامه دې پوځې اډې کې د پوځي پلټنو یو مرکز هم شامل دی چې دا مهال د النصره اسلامي ډلې له خوا نيول شوی دی.

د امريکا متحده ايالاتو په دا وروستيو کې دغه ډله د ترهگريزو سازمانونو په تور نوملړ کې شامله کړې ده.

د پلازمېنې دمشق په ګډون د سوریې په یو شمېر ښارونو کې جګړې زور اخیستی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .