سوریه کې چاودنې ۱۶ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 19:10 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391

د سوریې د پلازمینې په څنډو کې د موټر بم یوه چاودنه شوې چې له امله یې لږترلږه شپاړس تنه وژل شوي دي.

د سوریې خبري آژانس ویلي د قتانا سیمې په دغه برمي برید کې اوو تنه وژل شوي ماشومان دي. او ډېری ژوبل شوي هم د ښوونځي زده کوونکي دي.

یاغیان غواړي چې له دغې سیمې ولسمشر بشارالاسد ته پر وفادارو ځواکونو بریدونه وکړي.

د چهار شبنې په ورځ په پلازمینې دمشق کې د کورنیو چارو وزرات یو لړ بمي بریدونو ولړزاوه چې له امله یې پنځه تنه ووژل شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .