یورو زون د یوې بانکي ټولنې پر جوړولو سلا وکړه

د خپريدو وخت: 19:12 گرینویچ - پنجشنبه 13 ډسمبر 2012 - 23 لیندۍ 1391

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیران وروسته تر اوږدو خبرو په لومړي ګام کې د یورو زون لپاره د یوې بانکي ټولنې پر جوړولو سلا شوي دي.

که دغه پلان د اروپايي ټولنې په عمومي غونډه کې چې د نن ورځې په وروستیو کې په بروکسیل کې جوړیږي ومنل شي نو د اروپا مرکزي بانګ به د ۲۰۱۴ کال له مارچ وروسته څارنه وکړي. او واک به ولري چې له بحران سره مخ شوي بانکونه سره یوځای کړي.

د فرانسې د مالیې وزیر پیرې میکویسي د دغې پرېکړې اعلان وکړ.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .