چین د ''قیامت'' اوازې خپروونکي نیولي

د خپريدو وخت: 11:18 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

په چین کې پولیسو هغه څلور کسه نیولي چې د قیامت د راتلو په اړه یې اوازې خپرولې.

دغه کسان په سویل ختیځ ښار چونګ کینګ کې هغه مهال نیول شوي چې د لاسپیکر او د اعلامیو د خپرولو له لاې یې د روانې میاشتې په پای کې د قیامت د راتلو اعلان کاوه.

هغه اوازې چې ګواکې د دسمبر میاشت په پای کې به قیامت شي د چين د ټولنیزو رسنیو د بحث پر یوې ګرمې موضوع بدله شوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .