تهران کونسلګرۍ ته د اوښتي زیان جبیره غواړي

د خپريدو وخت: 11:24 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

ایران د افغانستان له دولته غوښتي چې تېره یکشنبه په هرات کې د لاریون په ترڅ کې د دغه هیواد کونسلګرۍ ته اوښتي زیانونه جبران کړي.

په هرات کې د ایرن کنسول رحیم محمدي یکتا نن په یوه خبري ناسته کې ویلي چې افغان چارواکو او ځواکونو د ایران د کونسلګرۍ د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی.

تېره یکشنبه د اسلام کلا یوشمېر اوسېدونکو چې وایي ۱۳ افغانان ایران ته په ناقانونه توګه د اوښتو وروسته د ایراني عسکرو له خوا وژل شوي، د لاریون په ترڅ کې د ایران پر کونسلګرۍ ورمات شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .