کانګو کې سلګونه زره کسان بې ځایه شوي

د خپريدو وخت: 06:50 گرینویچ - شنبه‬ 15 ډسمبر 2012 - 25 لیندۍ 1391

د کانګو جمهوریت په ختیځ کې بشري ادارې وايي تېره میاشت د حکومت او ایم ۲۳ یاغي ډلې ترمنځ له جګړې وروسته د بي ځایه شویو خلکو شمېره په ډراماتیکه توګه لوړه شوې ده.

یوې خیریه ادارې بي بي سي ته ویلي، په شمالي کیوو ولایت کې څه باندې اته سوه زره کسان بي ځایه شوي دي.

ملګري ملتونه دغه شمېره له دې نه هم لوړه ښیي. تر دې وړاندې په سیمه کې پنځه لکه کسان بي ځایه شوي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .