امریکا د وژل شویو ماشومانو نومونه په ډاګه کړل

د خپريدو وخت: 18:23 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

امریکايي چارواکو د کنیکټیکټ ایالات کې د جمعې ورځې د قربانیانو نومونه په ډاګه کړي دي، او د دغو کسانو د ټول وژنې په اړه نور جزییات څرګند شوي دي.

چارواکي وایی ټول هغه ۲۰ ماشومان چې د جمعې په ورځ د یوه وسله وال په برید کې ووژل شول د شپږو او اوو کلونو په عمر دي.

روغتیايي لوړ پوړو څېړونکي خبریالانو ته وویل په وژل شویو کې ۱۲ هلکان او اته یې نجونې وې اوټول وژل شوي لویان/ښځې وې. ځینې قربانیان څو ځلې په ګولیو ویشتل شوي دي.

سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما به یکشنبه د اګست ۱۶مه د قربانیانو له کورنیو سره وګوري.

د برید کوونکي لانزا یو ګاونډی وايي هیڅ داسې نښې یې نه لیدلې چې لانزا دې دا شان یو برید وکړي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .