د مصر کې د ټولپوښتنې رایه شمېرنه روانه ده

د خپريدو وخت: 18:30 گرینویچ - 16 ډسمبر 2012 - 26 لیندۍ 1391

د مصر د لانجمن نوی اساسي قانون په اړه د ټول پوښتنې د لومړي پړاو غیر رسمي شمېرې ښيي چې ډېرو خلکو د اساسي قانون په پلوی رایه ورکړې ده.

رسمي شمیرې به د ټول پوښتنې له دوهم پړاو نه مخکې اعلان نه شي. د ټول پوښتنې دوهم پړاو راتلوونکې شنبه تر ډېره په محافظه کارو سیمو کې ترسره کیږي.

ولسمشر محمد مرسي او د اخوان المسلمین ګوند د نوي اساسي قانون ملاتړ کوي. خو مخالفین وايي چې دا قانون ډېر اسلامي دی.

په همدې حال کې تیره تیره یوه مخالف ګوند پر مرکز برید شوی دی چې پړه یې پر سخت دریځو مسلمانانو اچول شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .