هند: ایالتي ټاکنو کې نریندر مودي بریا ترلاسه کړه

د خپريدو وخت: 10:46 گرینویچ - پنجشنبه 20 ډسمبر 2012 - 30 لیندۍ 1391

د هند د ګجرات ايالت د ټاکنو لومړنۍ پايلې ښيي چې د هېواد يو وېشونکی سياستوال نریندر مودي د څلورم ځل لپاره د دغه ايالت د مشر وزير په توګه غوره شوی دی.

تمه ده چې ښاغلی مودي به د ۲۰۱۴ کال په عمومي ټاکنو کې د هندو ملتپاله ګوند بي جي پي په استازيتوب په ملي کچه د لومړي وزیر په توګه ودرېږي.

دی ۱۰ کاله وړاندې په ګجرات کې د بلواوو پر مهال چې هندوان او مسلمانان یو له بل سره ونښتل ګرم پېژندل شوی و.

نيوکه کوونکي ښاغلي مودي ته د يوه سرسخته ملت پال هندو په سترګه ګوري چې په خبره يې تل يې د تاوتريخوالی د کرارولو لپاره له څه کولو انکار کړی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .