کوټه: پر دوو بسونو ډزې شوې

د خپريدو وخت: 05:05 گرینویچ - جمعه 21 ډسمبر 2012 - 01 مرغومی 1391

د بلوچستان مرکزي ښار کوټې ته نژدې نامعلومو وسله والو په دوو بسونو ډزې کړې. په رپوټونو کې ویل شوي، چې په دغه برید کې درې کسان وژل شوي او دوه ټپیان دي. وسله والو دوه کسان له ځان سره هم بیولي دي. په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې په نښه شوي ګاډي له کوټې نه د پنجاب ایالت پر لور روان وو، چې له کوټې ښار نه ۵۰ کیلومتره لېرې د مچ په سیمه کې پرې ډزې وشوې.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .