په دوو ورځو کې ۱۳۰ سوريایان وژل شوي

د خپريدو وخت: 12:02 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

د سوریې د بشري حقونو ځینو فعالینو ویلي، چې په تېره شنبې په دغه هېواد کې لږترلږه ۱۳۰ کسان وژل شوي، چې ډېری خونړۍ پېښې په دمشق او شاوخوا سیمو کې وې.

بل خوا، د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د موټر بم چاودنه شوې ده.

مخالف فعالين وايي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

چاودنه د فلسطيني کډوالو پنډغالي ته نژدې په ختيځه ولسوالۍ قابون کې شوې، چې دا اوونۍ ياغيانو ونيوله.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .