په هند کې پولیسو مظاهره کوونکی وواژه

د خپريدو وخت: 15:30 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

د هند په مانيپور ايالت کې يو خبريال وروسته هغه ووژل شو چې پوليسو پر يوې هنرمندې د جنسي تيري پر ضد په راوتلو لاريون کوونکو ډزې وکړې.

ناناو سېنګهـ په ايالتي مرکز امپال کې هغه مهال ووژل شو چې پوليسو د يوه موټر پر سوځوونکو قهرېدلو مظاهره چيانو ډزې کولې.

دغه وژنې پر داسې مهال کېږي چې په نوي ډيلي کې پر يوې ۲۳ کلنې ښځې د بې رحمه جنسي تېري پر ضد خلکو په مظاهرو لاس پورې کړې دی.

پوليسو مخکې د پلازمېنې ډيلي په زړه کې پر ګرځېدو بندېز لګولی وو.

مظاهره چيان هغو کسانو ته د مرګ د سزا غواړي چې په په جنسي تېرې تورن دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .